More Details

Request for د احصايې او معلوماتو ملي اداره - اداره ملی احصائیه و معلومات

د ۱۴۰۲ کال له‌پاره په ننګرهار ولایت کې د آسان خدمت څانګې ته د فرنیچر او تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارک د دواطلبۍ خبرتیا

د خپرېدو نېټه: (۰۱/۰۹/۱۴۰۲) د داوطلبۍ ګڼه: (NSIA/1402/NCB/G.12) د احصایې او معلوماتو ملي اداره ټولو پر شرایطو برابرو دواطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ کال په موخه په ننګرهار ولایت کې د آسان خدمت څانګې د دفترونو د تجهیزاتو او فرنیچر د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ په داخلي پرانېستې غونډه کې ګډون وکړي. داوطلبان کولی شي چې د داوطلبۍ شرط‌پاڼه په سافټ بڼه او وړیا ډول د ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د اوومې ناحیې اړوند، چهلستون پر سړک، د بابر باغ تر څنګ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په لومړي پوړ۴۰ A- خونه کې موقعیت لري، ترلاسه کړي. پر شرايطو برابر داوطلبان باید خپل آفرونه په شرط‌پاڼه کې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او تګلارې سره سم په سر پټي ډول د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۲ لمريز کال د لیندۍ مياشتې تر ۲۳مې نېټې چې د پنجشنبې ورځ کېږي، د سهار له لسو بجو څخه وړاندې د دې ادارې د تدارکاتو رياست ته وسپاري، ناوخته را رسېدلي او د انټرنېټ له لارې را لېږل شوي آفرونه نه منل کېږي. د آفر تضمين په بانکي ډول مجموعاً ۱۵۷,۴۱ یو څلوېښت زره او یو سل اوه پنځوس افغانۍ دی او د آفر پرانیستو غونډه د ۱۴۰۲ لمريز کال د لیندۍ مياشتې پر ۲۳مه نېټه، د پنجشنبې پر ورځ د سهار لس بجې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د کنفرانسونو په تالار کې دايرېږي.

Post Date: November 22, 2023

Close Date: December 14, 2023

File
Download