د ژمنيو توکو قراردادي ته اړتیا د هیلپینګ هنډ نړیواله خیریه مؤسسه غواړي د د ژمي مرستو پروګرام (Winter Relief Program) لپاره یو لړ ژمني توکي د قرار داد له مخې خریداري کړي، کوم لوجیستیکي یا تجارتي شرکتونه چي د قرارداد کولو لیوالتیا ولري ، آفر تر لاسه کولو څخه وروسته دې بېرته تر اوو ورځو یادې مــــــؤسسې بریــــــــښنا لیک ته خپل آفر واستـــــــــــــوي، البته د آفـــــر لېږلو پای نېټه 2023-11-25 د شنبې ورځ 01:00PM بجو پورې دی، له یاد شوي وخت څخه وروسته لیږل شوی آفر نه منل کېږي. د شرکتونو محترمو مسؤلینو! کله چې آفر تر ډکولو وروسته بریښنا لیک ( ایمیل ) ته رالیږئ د شرکت جواز رنګه کاپي، د شرکت د رئیس یا معاون د تذکرې رنګه کاپي، د شرکت اکاونټ نمبر معلومات، ددفتر کرایې قرارداد خط او نور اړین اسناد د آفر سره اړین دي چې باید ولېږل شي، همداراز د آفر ټولې ورقې باید مهر او لاسلیک کړئ. د آفر لېږلو پیل نېټه ، ورځ او وخت : وخت : 01:00PM بجو څخه پیل ورځ : دوشنبه نیټه : 20-11-2023 میلادي د آفر بېرته لېږلو پای نېټه ، ورځ او وخت : وخت : 01:00PM بجې پای ورځ : شنبه نیټه : 25-11-2023 میلادي ایمیل ادرس : hhrdprocurment@gmail.com د داوطلب شرکتونو محترمو مسؤلینو! د HHRD نړیوالې خیریه مؤسسې لخوا په RFQ کې چې په کوم نوعیت او کیفیت جنس غوښتل شوی دی باید د هماغې نوعیت او کیفیت په نظر کې نیولو سره نرخ ورکړل شي، د هر اشتباه په صورت کې شرکت د مؤسسې لخوا تور لیست ته شاملیږي چې په راتلونکي کې ورته هیڅ ډول د ګډون حق او قرارداد نه ورکول کیږي، همدارنګه ښکته نرخ ته نه، بلکې کیفیت او تجربې ته اهمیت او حق اولیت ورکول کېږي. په درنښت
Post Date: November 15, 2023
Close Date: November 25, 2023
File not available for download.