د خپرېدو نېټه: ۲۵/۰۸/۱۴۰۲ تدارکاتي ګڼه: NSIA/1402/NCB/G.06 د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې او ۲مې فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۲ کال لپاره د بلخ ولایت د آسان خدمت څانګې د تجهیزاتو او فرنیچر د تدارک او چمتو کولو قرارداد چې تدارکاتي کوډ یې (NSIA/1402/NCB/G.06) دی د نوید میرام زوی لوژسیتکي خدمتونو شرکت ته چې د (D- ۵۸۷۰۹ ) شمېرې جواز لرونکی دی، د (۰۱۲,۵۸۵,۱) یو میلیون او پنځه سوه او پنځه اتیا زره او دولس افغانیو په مجموعي ارزښت ورکړي. حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري، کولای شي چې خپلې نیوکې له دلایلو سره یوځای د دې خبرتیا د خپرېدو تر نېټې وروسته، تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تدارکاتو ریاست ته، چې د اوومې ناحیې اړوند، چهلستون پر سړک، تر بابر باغ مخکې د خوشال خان عالي لېسې ترڅنګ واقع دی، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم وړاندې کړي. د یادولو ده چې دا خبرتیا د قرارداد د ورکړې په مانا نه ده او د پورته ذکر شوي نېټې تر پوره کېدو او د قانوني پړاونو تر بشپړولو وړاندې به قرارداد ونه شي.
Post Date: November 16, 2023
Close Date: November 22, 2023