د احصایې او معلوماتو ملي اداره ټولو پر شرایطو برابرو دواطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ کال لپاره په هلمند ولایت کې د آسان خدمت د دفترونو د تجهیزاتو او فرنیچر د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ په داخلي پرانېستې غونډه کې ګډون وکړي. داوطلبان کولی شي چې د داوطلبۍ شرطپاڼه په سافټ بڼه او وړیا ډول د ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د اوومې ناحیې اړوند، چهلستون پر سړک، د بابر باغ تر څنګ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په لومړي پوړ۴۰ A- خونه کې موقعیت لري، ترلاسه کړي. پر شرايطو برابر داوطلبان باید خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او تګلارې سره سم په سر پټي ډول د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د دې ادارې د تدارکاتو رياست ته وسپاري، ناوخته را رسېدلي او د انټرنېټ له لارې را لېږل شوي آفرونه نه منل کېږي. د آفر تضمين په بانکي ډول مجموعاً ۰۰۲,۴۱ یو څلوېښت زره او دوې افغانۍ دی او د آفر پرانیستو غونډه د ۱۴۰۲ لمريز کال لېندۍ مياشتې پر ۱۹مه نېټه، د یکشنبې پر ورځ د سهار لس بجې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د کنفرانسونو په تالار کې دايرېږي. ۱۴۰۲ لمريز کال د لېندۍ مياشتې تر ۱۹مې نېټې چې د یکشنبې ورځ کېږي، د سهار له لسو بجو څخه وړاندې د
Post Date: November 16, 2023
Close Date: December 10, 2023